د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وایي، تېرو اتلسو میاشتو کې یې اته لکه بې وزله افغانانو سره د نقدو پیسو مرسته کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغې کمېشنرۍ د اسیا پاسفیک څانګې نن سه شنبې د غبرګولي ۳ مه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې اړمنو کسانو پر دې پیسو د خپل ژوند لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي او د سرپنا ستونزې حل کړي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل