د افغانستان دفاع وزارت وايي، چې په نوې اردو کې د غړیتوب لپاره تر اوسه پورې څه باندې ۱۳۰ زره کسانو نوم لیکنه کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي ویلي، دفاع وزارت پلان لري، څو په هېواد کې یوه ۱۵۰ زره کسیزه اردو جوړه کړي.
د خوارزمي په وینا د دغه اردو د جوړولو په برخه کې جدي کار روان دی.
نوموړي زیاته کړې، چې تر اوسه پورې څه باندې ۱۳۰ زره کسانو په اردو کې د شاملېدو لپاره نوم لیکنه کړې ده او دا بهیر دوام لري.
ویاند زیاتوي، چې د نوم لیکنې بهیر په بشپړېدو سره به افغانان د یوې مجهزې، خپلواکې او ژمنې اردو شاهد وي.
دفاع وزارت ویلي، د نوې اردو د یونیفورم په اړه تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې او زیاتوي چې دا چاره به وخت ونیسي.
جمهورخبري آژانس:کابل