د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنر فلیپوګراندي وايي، د اوکراین د کډوالۍ کړکېچ له کبله باید په افغانستان کې ناوړه بشري وضعیت او اقتصادي پیاوړتیا هېره نه شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ګراندي، چې له امریکا سره د افغانستان او اوکراین د پرمختګونو په اړه د خبرو لپاره واشنګټن ته تللی ویلي، چې اداره یې د امریکا له مرستې پرته نشي کولی، چې د افغانستان د ستونزو په ګډون له روانو بشري او اقتصادي بحرانونو سره مبارزه وکړي.
نوموړي پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې د افغانستان د اقتصاد د پياوړتيا او په کې د بشري ناورين د مخنيوي لپاره خپلې بشري هڅې روانې وساتي.
فلیپوګراندي ویلي، د امریکا د سیاسي او بشري بنسټونو له چارواکو سره یې د لیدنې موخه په افغانستان کې د بشري وضعیت او کډوالۍ او د اوکراین د کړکېچ په اړه خبرې اترې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل