د افغانستان بانک د افغانۍ ارزښت لوړوالي لپاره نن سه شنبې د وري ۳ مه ۱۲ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان بانک وايي، دغه ډالر به د یوې ازادې داوطلبۍ له لارې شاوخوا د یوې رڼې پروسې له لارې وپلوري.
د دغه بانک په خبره، له دې کار څخه یې موخه د افغانۍ ارزښت لوړوالی دی او ټینګار کوي چې دوی به د افغانۍ د ثبات لپاره خپل ورتر غاړې مسوولیت په سمه توګه ادا کړي.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی دی خو په بازار کې د خوراکي توکو بیې په خپل حال پاتې دي.
خلک له مسوولینو څخه غواړي چې د توکو د بیېو په برخه کې عملي او جدي ګامونه پورته کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل