سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې پنجشېر ولایت کې د زمرودو یوه کان د پرېوتو له امله څلور تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور ژانس د خبر له مخې د پنجشېر امنیه قوماندان مولوي داد محمد وايي، په دغه پېښه کې دوه تنه مړه شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې دغه پېښه د پنجشېر په خنج ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې او زیان لېدونکي کسان د خنج او پریان ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي دي.
په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
جمهورخبري آژانس:کابل