پکتیا ولایت کې په یوه جومات کې د جمعې د لمانځه څخه وروسته چاودنه رامنځ ته شوې، چې د عیني شاهدانو او ځايي چارواکو په وینا ۲۳ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون جمعه د وږي ۱۳ مه د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ د څېړۍ کڅ د خروټو کلي د سپین جومات شاه ته شوې ده.
عیني شاهدان او ځايي چارواکي وايي، د جمعې لمونځ پای ته رسېدلی و او خلک له جومات څخه د راوتو په حال کې و، چې چاودنه وشوه.
دوی وايي، په دغه چاودنه کې درې ولسي وګړي وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د پېښې یو شمېر ټپيان د درملنې لپاره د څمکنیو ولسوالۍ، ځینې هم د پکتیا مرکز ګردېز ولایتي روغتون او یو شمېر نور د درملنې لپاره پلازمېنې کابل ته لیږدول شوي دي.
د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي خالقیار احمدزي وايي، د چاودنې په اړه د اړوندو کشفي او امنیتي ادارو له خوا تر اوسه د دغه چاونې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی خو وړاندې د دغه ډول چاودنو مسوولیت داعش اخیست.
جمهورخبري آژانس:کابل