امریکایي رسنیو راپور ورکړي، چې امریکا ته ورغلو زرګونو افغانانو کې اکثریت یې په دغه هېواد کې د دایمي اوسېدو په شرایطو برابر نه دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه رسنیوهغه راپور ته لاسرسی موندلی چې د افغان کډوالو په اړه د امریکا کانګریس ته لېږل شوی دی.
راپور کې ویل شوي، شاوخوا ۳۴ زره افغان کډوال داسې دي چې امریکا ته تللي خو د دایمي اوسېدو په شرایطو برابر نه دي او نه هم د اوسېدو جواز اخیستو لپاره د قناعت وړ دلایل لري.
دا راپور د امریکا کانګریس ته لېږل شوی څو دوی په دې اړه خپله پرېکړه وکړي.
بلخوا رسنۍ وایي چې په دې کې داسې کسان هم شته چې ښایي بېرته له امریکا و ایستل شي.
د یادونې ده، چې امریکا د تخلیې ماموریت پر مهال زرګونه کسان له افغانستان و ایستل، چې په دې کې ډېری یې عام وګړي و او له فرصت په استفادې یې ځانونه امریکا ته ورسول.
جمهورخبري آژانس:کابل