د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش په تازه څرګندونو کې یو ځل بیا افغانستان کې د طالبانو له حکومت څخه غوښتي، چې د رسمیت پېژندنې لپاره بشري حقونو ته درناوی وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ګوترېش اوس داسې ښکاري چې مېرمنې او نجونې په افغانستان کې د کار او زده کړو په څېر له خپلو اساسي حقونو محرومېږي.
نو ځکه په وینا یې نوي حکومت ته په کار ده چې د رسمیت پېژندلو او نړیوالې ټولنې د غړي کېدو لپاره د بشر اساسي حقونو او د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته پام وکړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي دا غوښتنه پر داسې مهال کوي، چې نوي حکومت په وار وار ویلي، چې دوی د نجونو د زده کړو مخالف نه دي او په نوي کال کې به ښوونځي پرانستل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل