د پاکستان پارلمان اعلان کړی، چې د دغه هېواد د ملي امنیت سلاکار موید یوسف د یوه پلاوی په مشرۍ کابل ته ځي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابل ته د دغه پاکستاني پلاوي د سفر موخه د افغانستان له نوي حکومت سره مذاکرات کول ښودل شوي دي.
ویل کېږي، د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې د ځینو مهمو مسایلو پر سر د افغانستان له نوي حکومت سره خبرې اترې وکړي.
د پاکستاني حکومت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، د موید یوسف په مشرۍ دغه پلاوی به په کابل کې له افغان لوري سره ګوري او پر مهمو مسایلو به خبرې کوي.
د دې پلاوي د نورو غړو په اړه څه نه دي ویل شوي خو زیاتوي چې دغه سفر به په راتلونکو ورځو کې ترسره شي.
پاکستاني رسنۍ بیا وایي، سفر د جنورۍ په ۱۷مه او اتلسمه ترسره کېږي او ښايي، د بحث مهمه موضوع ښايي پر ډېورنډ فرضي کرښه د اغزن سیم تېرول وي، هغه څه چې د افغانستان نوی حکومت یې مخالفت کوي.
افغان حکومت په دې باور دی چې دغه سیم پر افغان خاوره تېر شوی دی او خپلو امنیتي ځواکونو ته یې امر کړی چې د پاکستان د اقداماتو پر وړاندې جدي غبرګون وښيي.
جمهورخبري آژانس:کابل