د المان د نوي حکومت د بهرنیو چارو وزیره آنالنا بربوک وايي، هېواد یې نه غواړي، چې په افغانستان کې بشري ناورین تر دې هم پراخه شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن بربوک په تازه څرګندونو کې ویلي، چې المان به افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي په موخه خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
نوموړې په ټینګار سره ویلي، د المان او ملګرو هېوادونو مسوولیت دی چې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره هڅه وکړي.
مېرمن بربوک زیاته کړې، دوی هڅه کوي خپلې مرستې په مستقیمه توګه په افغانستان کې اړمنو کسانو ته ورسوي او د بشري ناورین مخنیوی وکړي.
المان دغه راز له افغانستان د زرګونه کسانو پر ایستلو هم ټینګار کړی دی او وایي دوی پتېلې چې شاوخوا ۱۸ زره افغانان باید المان ته ولېږدول شي او دوی هڅه کوي ددغه کسانو د ایستلو لړۍ چټکه کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل