د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغان کډوالو سره د مرستو لپاره نوې بودیجه لاسلیک کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر بایډن تازه هغه بودیجه منظوره کړه، چې د افغان کډوالو د ځای پر ځای کولو او ملاتړ لپاره ځانګړې شوې ده.
په دې بودیجه کې اووه میلیارده ډالر شامل دي او ټاکل شوې چې ژر له یادو پیسو د افغان کډوالو لپاره د کورونو د ځانګړي کولو او نورو مواردو لپاره کار واخیستل شي.
یاده بودیجه تر دې وړاندې د امریکا سنا او استازو مجلس تایید کړې ده.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم د بایډن ادارې له افغان کډوالو سره د مرستو لپاره میلیاردونه ډالر ځانګړي کړي وو.
جمهورخبري آژانس:کابل