د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره دوحه کې کتلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه کتنه پرون سه شنبې د لیندۍ ۹ مه دوحه کې شوې ده.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند بلخي وايي، د جاپان سفیر کابل ته د خپل وروستي سفر څخه خوښي څرګنده کړه او دا سفر یې ګټور وباله.
د هغه په وینا ښاغلي اوکادا ډاډ ورکړ، چې جاپان د افغانانو تر څنګ ولاړی دی او له افغانستان سره به خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
همداراز پدې کتنه کې د افغانستان په روان اقتصادي او بشري وضعیت، د جاپان د اقتصادي همکاریو او د اړیکو په دوام او غښتلتیا تاکید وکړ.
جمهورخبري آژانس:کابل