د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له خپل قطري سیال محمد آل ثانی سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دې مکالمې نور جزیات نه دي خپاره شوي خو رویټرز ویلي، تر ډېره له افغانستان د امریکايي وګړو پر ایستلو بحثونه شوي.
راپورونه وايي، امریکا له قطر مننه کړې چې له افغانستان یې د امریکايي وګړو د ایستلو په بهیر کې پوره همکاري ورسره کړې ده.
قطر د تخلیې په ماموریت کې د امریکا تر ټولو ستر همکار هېواد دی چې له پیله یې تر دې له افغانستان سلګونه امریکایي وګړي ایستلي او ددې بهیر د دوام مسوول دی.
جمهورخبري آژانس:کابل