ملګرو ملتونو هغه راپورونه رد کړل، چې ګنې د افغانستان کوم چارواکي د برېښنا پيسو د ورکړې لپاره دوی ته وړاندیز کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو ویاند سټېفېن دوجاریک پرون چهارشنبې د تلې ۱۴ مه ویلي، د افغانستان د هېڅ ادارې له لوري ورته نه دي ویل شوي چې د کابل تر تیاره کېدو مخکې د برېښنا مهیاکوونکو ته پیسې ورکړي.
نوموړي زیاته کړې «موږ د رسنیو دا راپورونه لیدلي، یوناما د افغانستان د هېڅ ادارې کومه غوښتنه نه ده ترلاسه کړې چې په هغې ګې د انرژۍ د مصرف د پرې کولو یادونه شوې وي.»
دوجاریک دا خبره وروسته له دې وکړه چې د افغانستان برښنا شرکت سرپرست ريیس وویل، له ملګروملتو څخه یې غوښتي چې د برښنا د مصرف له کبله د منځنۍ اسیا هیوادونو ته د افغانستان ۹۰ ملیون ډالره پور ورکړي.
د افغانستان برښنا شرکت وايي، که دا پیسې په درو میاشتو کې ورنه کړل شي پر افغانستان به برښنا قطع شي.
جمهورخبري آژانس:کابل