د هندي لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي، چې هند د امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو سره په ګډه په افغانستان کې د پاکستان رول په ژوره توګه څاري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي مودي ویلي، چې د امریکا له ولسمشر جوبایډن او نور مشرانو سره یې په لیدنه کې په دې موافقه کړې، چې افغانستان کې د پاکستان د رول ګډه څارنه به کوي.
ښاغلي مودي پرون په واشنګتن کې د امریکا له ولسمشر بایډن سره وکتل او بیا یې د اسټراليا او جاپان د مشرانو په ګډون جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.
په ورته وخت د هند د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، دا احساس ښکاره و چې په نور دقت او مراقبت په افغانستان کې د پاکستان نقش وڅارو، همداراز د ترهرګرو د مسالې په اړه د پاکستان رول ته ځیر اوسو.
هندوستان پر طالبانو د پاکستان پراخ نفوذ او تسلط ته په کتو انديښمن دی، چې د افغانستان له خاورې به ورته ګواښونه پيدا شي.
جمهورخبري آژانس:کابل