سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د فراه ولایت د زندان د ماشومانو د اصلاح او تربیې د حقونو مدیره د وسله والو له خوا وژل شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امنیتي چارواکي وایي، پېښه پرون چهارشنبې د غبرګولي ۵ مه د فراه ښار په کوکشیب سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د فراه د پولیسو ویاند فاروق حضرتي ویلي، وسله والو طالبانو د فراه ولایت د زندان د ماشومانو د اصلاح او تربیې د حقونو مدیره مېرمن کبرا په کوکشیب سیمه کې وژلې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې دغه مېرمن د امنیتي ځواکونو له همغږۍ پرته د طالبانو تر کنترول لاندې سیمې ته تللې وه، چې هغوی هم پېژندلې و وژلې یې ده.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:فراه