په افغانستان کې د اروپایي ټولنې دفتر په ننګرهار ولایت کې د درېیو ښځینه واکسیناتورانو وژنه په کلکه وغندله.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ټولنه وایي، دا پېښه د بشرپالنې د نړیوالو حقونو څخه وېروونکې سرغړونه ده.
دغې ټولنې تېرماښام پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د دې پېښې عاملین باید ژر تر ژره محاکمه شي.
دوی وایي، روغتیایي کارکوونکي باید په نښه نه شي او د روغتیایي مرکزونو درناوی باید وشي.
اروپایي ټولنې دغه راز د افغانستان د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتي چې ټول هېواد کې باید وګړو ته په مساوي ډول د واکسین د تطبیق زمینه برابره شي.
د یادونې ده، چې پرون سې شنبې د وري ۱۰ مه په جلال اباد ښار کې درې ښځینه واکسیناتورانې په دوو جلا بریدونو کې ووژل شوې.
تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی.
جمهورخبري آژانس:کابل