سیمه ییز امنیتي چارواکو تایید کړې، چې خوست ولایت کې د موټر سایکل بم چاودنې په ترڅ کې ۱۶ تنه ټپیان شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون یکشنبې د وري ۸ مه ماسپښین مهال د خوست ښار مجاهد څلور لاري ته نېږدې شوې ده.
د خوست امنیه قوماندان پاسوال محمد داودو امنی وايي، په موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي بم د ملي امنیت ځواکونو په رنجر موټر چاودنه کړې ده.
نوموړي زیاته کړې، په دغه چاودنه کې ۱۴ تنه ملکي وګړي او دوه د ملي امنیت سرتېري ټپیان شوي دي.
د پېښې ټپیان روغتون ته وړل شوي او د دو تنو روغتیايي حالت نازک دی.
عیني شاهدانو ویلي، چاودنه د ملي امنیت پر هغه ځواکونو شوې، چې خوست کې یې د جموریت په ملاتړ د جوړې شوې غونډې امنیت ساته.
جمهورخبري آژآنس:خوست