سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې پکتیا ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې څلور سیمه ییز پاڅونوال ټپیان شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن یکشنبې د وري ۸ مه د مرکز ګردیز ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د لرګیو هډې سیمه کې شوې ده.
د پکتیا د پولیسو ویاند لعل محمد وايي، چاودنه د زرمت ولسوالۍ د پاڅونکو په رنجر موټر د سړک د غاړې خښ شوي ماین له امله رامنځ ته شوې ده.
نوموړی زیاتوي، په چاودنه کې څلور پاڅونوال ټپیان شويو چې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:پکتیا