د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، په تېره شپه او ورځ کې ۳۸ تنه د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي او ۲۷۹ نور پرې اخته شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن یکشنبې د چنګاښ ۱۵ مه خپرو کړو معلوماتو کې ویلي، د دغه ۳۸ تنو په مړه کېدو سره په هېواد کې د کرونا له امله تر اوسه ۸۶۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دغه راز وزارت زیاته کړې، چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کرونا ۵۹۲ شکمنې پېښې څېړل شوې دي، چې ۲۷۹ ترې مثبتې وې.
په دې سره په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۲ زره ۹۵۱ تنو ته ورسېده.
همدارنګه په تېره شپه او ورځ کې ۲۰۲ تنه له کرونا ناورغۍ ښه شوي، چې ورسره د ټولو روغو کسانو شمېر ۱۹ او ۳۳۶ تنو ته ورسېده.
د یادونې ده، چې په نړۍ کې بیا کرونا۱۱ میلیونه، ۳۸۷ زره او ۲۸۷ تنه تر اوسه نیولي، چې له شپږ میلیون زیات بېرته ترې رغېدلي او ۵ لکه او ۳۳ زره تنه ترې مړه شوي دي.
جمهورخبري آژانس: محمد رقیب فیاض