د افغانستان د مالیې وزارت او ملکي هوايي چلند اداره وایي، ایټالیا او برېتانیا د هرات ولایت د هوايي ډګر په پراخېدو او معیاري کولو کې مرسته کوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مالیې وزارت سرپرست همایون قیومي ویلي، د افغانستان لپاره د ایټالیې پراختیایي ادارې رئیس مائورو غیرتي ورسره ژمنه کړې ده، چې د یاد هوایې ډګر د تخنیکي چارو بررسۍ، څېړنې او څلورو مطالعاتي برخو کې به ورسره مرسته کوي.
په ورته وخت کې د ملکي هوایي چلند ادارې رئیس محمد قاسم وفایي زاده هم ویلي، ګڼو نړیوالو ادارو ورسره ژمنه کړې ده، چې د هرات هوايي ډګر په پراخېدو کې به ورسره مرسته کوي.
نوموړي زیاته کړې، د افغانستان لپاره د برېتانیا پراختیايي ادارې هم ورسره ژمنه کړې ده، چې د یاد هوايي ډګر په پراخېدو او د اړتیا وړ وسایلو په برخه کې به ورسره مرسته وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل