ملي دفاع وزارت وايي، بدخشان ولایت کې د افغان ځواکونو په هوایي بریدونو کې ۱۹ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن پنشنبې د لیندۍ ۲۱ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو تېره شپه د بدخشان ولایت نسي ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه غونډه هوايي برید کړی دی.
خبرپاڼه ټینګار کوي، چې دغه برید د نسی ولسوالۍ د لواخه په سیمه کې، چېرته چې د طالبانو د سوق او ادارې مرکز دی د طالبانو پر غونډه شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه هوايي برید کې د قاري سمیع الله په نوم د یوه طالب قوماندان په ګډون ۱۲ طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.
ملي دفاع وزارت وايي، په دغه برید کې د وسله والو طالبانو یوه اندازه وسلې، مهمات او نقلیه وسایط هم له منځه وړل شوي دي.
خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:بدخشان