د مالیې وزارت وايي، په ملي عوایدو کې یې ۱۰ سلنه زیاتوی راغلی او سږ کال تر دې دمه ۱۶۰ میلیارده افغانۍ ملي عواید راټول شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې عوایدو څخه ۶۶ میلیارده افغاۍ د ګمرکاتو او ۹۴ میلیارده نور د عوایدو له لارې د دولت خزانې ته راغلي دي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، سږ کال له ملي بودیجې څخه ۳۱۸ میلیارده افغانۍ لګېدلېؤ چې د ټولې بودیجې ۷۱ اعشاریه ۷ سلنه تشکیلوي او دا ارقام د تېر کال په پرتله ۲۴ اعشاریه ۵ میلیارده افغانۍ زیاتوالی ښيي.
دغه راز مالیې وزارت ویلي،د پراختیايي بودیجې مصرف هم سږ کال تر اوسه پورې ۹۲ میلیارده افغانیو ته رسېدلی دی چې ۶۲ سلنه جوړوي.
د مالیې وزارت د عادي بودیجې مصرف هم د ۱۳۹۸ کال له پیله تر اوسه ۲۲۶ میلیارده افغانۍ ښودلی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل