راپورونه وايي، ترکیه کې د ناقانونه کډوالو یوه کښتۍ چې د یونان په لور خوځېدلې وه، په سمندر کې ډوبه شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه نن دوشنبې د غبرګولي ۲۷ مه سهار شاوخوا ۷ بجې د ترکیې د موغلا ولایت د بودروم ولسوالۍ د تورګوت رئیس د کلي په سواحلو کې په سمندر کې ډوبه شوې.
ترکي چارواکو ویلي، دغه کښتۍ د یونان پر لور حرکت کړی و، چې په سمندر کې ډوبه شوې، خو دا چې څو تنه په کې سپاره و، څه نه دي ویل شوي.
د ژغورنې ډلې ویلي، چې دوی تر اوسه پورې ۳۱ تنه ژوندي ژغورلي او د ۸ تنو مړي یې د اوبو نه را ایستلي دي.
تر اوسه دا هم نه ده معلومه، چې په کښتۍ کې سپاره کسان د کومو هېوادونو ګډوال دي.
جمهورخبري آژانس:کابل