راپورونه وايي، ترکیه کې یوه کښتی چې ۱۵ تنه افغان او ایراني کډوال په کې سپاره و، ډوبه شوې او څلورو افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ترکي چارواکي وايي، دا کښتۍ پرون سه شنبې د وري ۶ مه د ترکیې د اوبو په شمالي برخه کې ډوبه شوې ده.
د چارواکو په وینا د کښتۍ د ډوبېدو له امله یو ماشوم او درې مېرمنو خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې څلور واړه افغانان دي.
دوی وايي، د ژغورنې د عملیاتو په پایله کې ۱۱ هغه کډوال چې غوښتل یې په غیر قانوني ډول اروپا ته لاړ شي ژغورل شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل