د ملي امنیت شورا او اجرائیه ریاست د المان له خوا په افغانستان کې د الماني ځواکونو د ماموریت د تمدید هرکلی وکړ او دا یې خپل دوست او ستراتېژیک هېواد وباله.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا څخه نن یکشنبې د وري ۴ مه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، افغان دولت په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د دوست هېواد آلمان فدرالي جمهوریت د سرتېرو د حضور تمدید اړوند وروستی سټراټېژيک تصمیم ستايي.
خبرپانه زیاتوي، آلمان په بېلا بېلو برخو په ځانګړې توګه د روزنې، مشورې او له افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مرستې برخه کې دوامداره همکارۍ درلودې.
د ملي امنیت شورا دفتر په دغه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې افغانان د آلمان دولت او خلکو د ملاتړ څخه قدرداني کوي.
په ورته وخت کې اجرائیه ریاست هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د المان له دغه اقدام څخه هرکلی او ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چې الماني ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د افغان ځواکونو، په روزنه، مشورې او ملاتړ کې ګټور کارونه تر سره کړي دي.
اجرائیه ریاست المان د افغانستان یو له ستراتېژیکو دوستانو بللی، چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ او د بیارغونې په چارو کې یې مهم رول لوبولی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل