سیمه ییز چارواکی وايي، کونړ ولایت کې د یوې چاودنې له امله ۱۳ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن پنشنبې د کب ۲۳ مه د کونړ ولایت څوکۍ ولسوالۍ په بازار کې رامنځ ته شوې ده.
د کونړ د والي ویاند غني مصمم وايي، چاودنه د راډیوګانو جوړلو په یوه دوکان کې رامنځ ته شوې، چې له امله یې یو تن وژل شوی او ۱۲ نور ټپیان شوي دی.
د هغه په وینا وژل شوي او ټپیان ټول عام خلک دي، ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې د ډاد وړ دی.
تر اوسه د چاودنې نوعیت نه دی معلوم شوی او نه یې هم مسوولیت چا پر غاړه اخیستی.
جمهورخبري آژانس:کونړ