راپورونه وايي، ترکیه کې یوې ترافیکي پېښې له امله څلور تنه وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن پنشنبې د لیندۍ ۲۲ مه سهار وختي د ترکیې پلازمېنه انقره کې رامنځ ته شوې ده.
د انقرې چارواکي وايي، پېښه د ریل کاډي په یوه تم ځای کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې یوه ګړندي ریل د یوه تخیکي ریل ګاډي سره چې د رېل پټلۍ د کنټرول چارې یې تر سره کولې ټکر وکړ.
د انقرې د چارواکو په وینا په دې پېښه کې څلور تنه وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان شوي دي، چې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل