ترکي رسنۍ وايي، دغه هېواد کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ماشومانو په ګډون ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون یکشنبې د تلې ۲۲ مه د ترکی لوېدیځه حوزه کې رامنځ ته شوې ده.
ترکي پولیسو ویلي، پېښه د دوه موټرو د ټکر له امله چې غیر قانوني کډوال یې لېږدول رامنځ ته شوې ده، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.
په ورته وخت کې د ترکیې سیمه ییزې رسنۍ وايي، په دغه پېښه کې د ماشومانو په ګډون ۱۹ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه دا هم نه ده معلومه چې په پېښه کې وژل شوي او ټپیان د کوم هېواد کډوال دي.
جمهورخبري آژانس:کابل