د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، مسکو سوریې ته د s-300 ډوله دفاعي راکټي سیسټم ورکول پیل کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لاوروف دغه څرګندونې پرون شنبې د تلې ۷ مه ناوخت مهال د ملګرو ملتونو په مقر ک د وینا پر مهال کړې دي.
نوموړي ویلي، د روسیې د پوځي الوتکې تر سقوط وروسته، د روسیې د ولسمشر ولادیمیز پوتین په سپارښتنه یې د دغو راکټونو د ورکولو بهیر پیل کړی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې دا تدابیر په سوریه کې د روسي سرتېرو د بشپړ خوندیتوب لپاره نیول شوي دي.
باید و ویل شي، چې وړاندې په دې اړه د امریکا او اسراییلو غږونه هم راپورته شوي وو، واشنګټن او اسراییل د دغه اقدام په اړه مسکو ته خبرداری ورکړی و.
جمهورخبري آژانس:کابل