له ډېورنډ کرښې پورې غاړې په یوه وسله والو برید کې ۷ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د پوځ چارواکو ویلي، دغه سرتېري په سیمه کې په ګزمه بوخت و، چې وسله والو پرې برید کړی دی.
پوځی چارواکي وايي، د وسله والو په برید کې ۷ سرتېري وژل شوي خو په ځوابیه برید کې بیا ۹ وسله وال هم وژل شوي دي.
تر اوسه د دغه برید مسؤولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، خو تر دې وړاندې د ورته بریدونو مسؤولیت پاکستاني طالبانو پر غاړه اخیست.
جمهورخبري آژانس:کابل