د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن وايي، که د جرمونو نړیواله محکمه افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د جرمونو د تورونو په اړه څېړنې وکړي، دا څېړنې به یې کاملآ بې بنسټه او د توجیه وړ نه وي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بولټن چې امریکا کې د سپټمبر د ۱۱ مې پېښې اړه وینا کوله و ویل، چې د هاګ یا د جرمونو نړیواله محکمه په دې برخه کې د امریکا له پاره مړه ده.
نوموړي زیاته کړې«نن د سيپټمبر د یولسمې نیټې په درشل کې غواړم د امریکا د ولسمشر په استازیتوب یو څرګند پیغام ورکړم. د امریکا متحده ایالات
نوموړي زیاته کړې«نن د سيپټمبر د یولسمې نیټې په درشل کې غواړم د امریکا د ولسمشر په استازیتوب یو څرګند پیغام ورکړم. د امریکا متحده ایالات به ددې نامشروع محکمې د هر ډول عدلي تعقیب څخه د خپلو وګړو او متحدانو د ساتنې لپاره له هرې لازمې وسیلې کار واخلي.»
به ددې نامشروع محکمې د هر ډول عدلي تعقیب څخه د خپلو وګړو او متحدانو د ساتنې لپاره له هرې لازمې وسیلې کار واخلي.»
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار و ویل، که د جرمونو نړیواله محکمه د امریکا په متحدو ایالاتونو، اسرایلو او یا نورو متحدانو پسې ورشي، دوی به ارام پاتې نه شي.
ده خبردارۍ ورکړ، چې واشینګټن چمتو دی څو د دې محکمې پر چارواکو بندیزونه ولګوي، او امریکا ته د جرمونو د نړیوالې محکمې د قاضیانو او څارنوالانو د سفر مخه ونیسي.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار دا هم و ویل، هر هېواد یا شرکت چې د جرمونو له نړیوالې محکمې سره همکاري وکړي، له ورته چلند سره به مخ شي.
بولټن وايي، افغانستان او یا بل کوم هیواد چې د روم پریکړه لیک یې لاسلیک کړی وي، د کوم له مخې چې د جرمونو نړیواله محکمه جوړه شوې، د تحقیقاتو غوښتنه نه ده کړې.
باید و ویل، شي، چې د جرمونو نړیوالې محکمې یو څارنوال د ۲۰۱۷ م کال په نومبر میاشت کې د هغو تورونو په اړه د څیړنو غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې پر امریکايي ځواکونو په ځانګړې توګه له زندانیانو سره د ناوړه چلن په برخه کې لګېدلي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل