د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت چارواکو یو ځل بیا د پاکستان پوځي چارواکو غوښتي، چې په خپله خاوره کې د ترهګرو مرکزونه له منځه یوسي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره په تلېفون خبرې کړې دي.
پمپیو په دې خبرو کې باجوه ته ویلي، چې پاکستان دې په خپله خاوره کې د ترهګرو امن مرکزونه او پټنځایونه له منځه یوسي.
دغه راز هغه دا هم ورته ویلي، چې پاکستان دې د افغان حکومت او وسله واو طالبانو تر منخ د سیاسي مذاکراتو په برخه کې رښتینې همکاري او مرسته وکړي.
ویل کېږي، چې پمپیو او جنرال باجوه په دې تلېفوني اړیکه کې د امریکا او پاکستان تر منځ په اړیکو هم خبرې اترې کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل