د تخار ولایتي شورا وایي، وسله والو طالبانو د یاد ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې ۱۷ پوستې له افغان ځواکونو نیولې، خو امنیتي چارواکي یې دا خبره ردوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د تخار د ولایتي شورا غړو ویلي، چې طالبانو لس کلي هم نیولي خو چارواکي یې دا خبره هم ردوي.
د تخار امنیه قوماندانۍ د ۱۷ پوستو د سقوط خبره رد کړه، خو ویلي یې دي، چې افغان ځواکونو له ۷ پوستو تکتیکي شاه تګ کړی دی.
د تخار د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر نظام الدین غوري وایي، طالبانو په دغه ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوستو بریدونه پیل کړل، چې د اکمالاتو د نه رسېدو له امله پولیسو تکتیکي شاتګ کړی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې له همدې امله د پولیسو اووه پوستې د طالبانو لاس ته ورغلې خو د بېرته نیولو له پاره یې جګړه پیل شوې ده.
وسله والو طالبانو هم به تخار کې د جګړې او ۱۷ پوستو د نیولو ادعا کړې ده.
جمهورخبري آژانس:تخار