سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په کندهار ښار کې د یاد ولایت د شورابک ولسوالۍ د سیمه ییزې شورا مشر وژلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن دوشنبې د غويي ۳۱ مه د کندهار ښار په ۱۴ مه امنیتي حوزه کې رامنځ ته شوې ده.
د کندهار د والي ویاند داوود احمدي وایي، د شورابک ولسوالۍ پر یوه ملک محمد داوود د ۱۴ مه حوزه له سنګي حمام سيمې سره نږدې نامعلومه وسله والو برید کړی او وژلی یې دي.
د کندهار چارواکي زیاتوي، چې برید کوونکي له سیمې په تېښته بریالي شوي، خو امنیتي ځواکونو یې د نیولو هڅې پیل کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن د کندهار په میوند ولسوالۍ کې هم ناپېژانده وسله والو کسانو د ماین پاکۍ د یوې موسسې پنڅه تنه ماین پاکان چې د ټاپي پروژې له پاره یې ماین پاکي کوله، وژلي او یو تن یې له ځان سره وړی دی.
جمهورخبري آژانس:کندهار