ولسمشر محمد اشرف غني د کرکټ بورډ د خپلواکتوب په اړه په یوه فرمان کې ویلي، هېڅوک په دغه اداره کې د لاسوهنې حق نه لري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغان کرکټ بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د افغانستان کرکټ وروستۍ لاسته راوړنو ته په کتو ولسمشر محمد اشرف غني د کرکټ بورډ د استقلالیت په اړه یوه نوې فرمان صادر کړی دی.
په خبرپانه کې د ولسمشر له قوله ویل شوي، چې د ورزشي چارو د لا انسجام او د کرکټ بورډ په اداره کې د نه لاس وهنې په موخه لاندې مراتب منظور دي.
سرچینه وايي، ولسمشر ویلي، د افغانستان کرکټ بورډ اداره د ورزشي فعالیتونو په برخه کې یوه خپلواکه اداره ده او د کرکټ د نړیوالې شورا د اصولو او قوانینو په رعایت کولو مکلفه ده.
خبرپانه زیاته کړې، چې په حکم کې دا هم ویل شوي، چې هېڅ اداره یا شخص حق نه لري چې د کرکټ بورډ په چارو او د دې ادارې د ورزشي فعالیتونو د تنظیم په برخه کې لاسوهنه وکړي.
د ولسمشر غني دحکم پر اساس، د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې په چارو کې د ادارو او شخاصو لاس وهنه له هغوی سره د قانوني چلند سبب ګرځي.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس او د کرکټ د نړیوالې شورا فعال غړي عاطف مشعل د دواړو ادارو په استازیتوب د افغانستان له ولسمشر غني څخه مننه کړې، چې د افغانستان د کرکټ ادارې استقلالیت او د دغې لوبې پرمختګ ته ژمن دی.
جمهورخبري آژانس:کابل