د جاپان دفاع وزیر انسونوري اونودرا وايي، لا تر اوسه د دې وخت نه دی، چې له شمالي کوریا سره دې نرمښت وشي بلکې پر دغه هېواد باید فشارونه دوامداره وي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي زیاته کړې، چې شمالي کوریا د خپلو ازمویښتونو په برخه کې د نرمښت ژمنه کړې ده، خو لا تر اوسه پورې ډېر وخت پاتې دی، چې د دغه هېواد پر وړاندې نرمښت وښودل شي او یا بندیزونه ترې لرې کړل شي.
د جاپان ددفاع وزیر وروسته له دې دغه څرګندونې کړې، چې شمالي کوریا د بالستیک توغندیو ازموینه بنده کړه.
کیم جونګ اون خپل پوځ ته امر وکړ، چې له دې وروسته دې بالستیک توغندي نه ازمويي او دا لړۍ دې ودروي.
امریکا د اون د دغه کار هرکلی کړی او ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د شمالي کوریا ولسمشر یو پر ځای او ښه ګام اوچت کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل