د افغانستان دفاع وزارت او د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي، افغان ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې په دغه ولایت کې یو الماني طالب چې طالبانو ته یې بمونه جوړول نیولی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغان ځواکونو وړمه شپه د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په میرمنداب سیمه کې د وسله والو طالبانو پر پټنځایونو عملیات کړي.
د ملي دفاع وزارت وايي، په دې عملیاتو کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او یو المانی تبع چې د طالبانو غړی و ژوندی نیول شوی دی.
د دغه وزارت ویاند تورن جنرال دولت وزیري ویلي په دې عملیاتو کې د طالبانو څلور مرکزونه ۳ میله کلاشنکوف، ۲ میله راکېټ، یو میل پیکا، یو میل ماشیندار، ۱۶ کړۍ لاسي بمونه، د ماینونو او مهماتو دوه زېرمې له منځه وړل شوي دي.
به ورته وخت کې د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ویلي، نیول شوي الماني له طالبانو سره د پوځي سلاکار دنده درلوده او هغوی ته یې ماینونه جوړول.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:هلمند