د پاکستان په پښتونخوا ایالت «پښور» کې د طالبانو په یوه مرکز ځانمرګی برید وشو، چې له امله یې ۱۲ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.
د جمهور آژانس د رپوټ له مخې پاکستاني رسنۍ وايي، دغه برید نن سهار د پښور له هنګو سره نېږدې په سپين ټل سیمه کې د طالبانو پر یوه مرکز شوی دی.
ځايي خلک د دې تر څنګ دا هم وايي، چې له برید وروسته په سیمه
ځايي خلک د دې تر څنګ دا هم وايي، چې له برید وروسته په سیمه کې ډزې هم شوې دي.
کې ډزې هم شوې دي.
د دوی په خبره چې نامعلومه وسله وال کسان د طالبانو دغه مرکز ته ننوتي او هغه یې په بمونو الوزولی دی.
دوی وايي د چاودنو له امله د دغه مرکز ودانۍ ويجاړې شوي او يو شمېر کسان له کنډو کپرو لاندې شوي چې راوېستل يې له ستونزو سره مخامخ شوې دي.
تر اوسه هېڅ يوې ډلې د بريد پړه نه ده منلې.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې یکشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا پېښور قصه خوانۍ بازار کې یوه چاودنه شوې وه، چې به کې تر ۴۱ زیات کسان وژل شوي و او تر ۹۰ ډېر ټپیان وو.
جمهورآژانس: کابل