پایگاه خبرگزاری جمهور - پربيننده ترين عناوين خبر و مطلب پشتو :: نسخه کامل http://jomhornews.com/pashtoo Tue, 21 Feb 2017 00:52:00 GMT استوديو خبر (سيستم جامع انتشار خبر و اتوماسيون هيئت تحريريه) نسخه 3.0 http://jomhornews.com/skins/default/fa/normal/ch01_newsfeed_logo.gif تهيه شده توسط پایگاه خبرگزاری جمهور http://jomhornews.com/ 100 70 fa نقل و نشر مطالب با ذکر نام پایگاه خبرگزاری جمهور آزاد است. Tue, 21 Feb 2017 00:52:00 GMT خبر و مطلب پشتو 60 طالبان آی ایس آی تنظیم کړل او د افغان حکومت پر ضد مو وکارول http://jomhornews.com/doc/news/fa/91469/ د پاکستان پخوانی پوځي ولسمشر جنرال پروېز مشرف منلې، چې طالبان یې د افغان حکومت د ځپلو په موخه وکارول او د وسیلې په توګه یې ترې کار واخیست.د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان ډاڼ ورځپاڼه د ګارډین په حواله د مشرف له قوله وايي، له طالبانو یې ځکه د وسیلې او نیابتي جګړې له پاره وکارول، چې په وینا یې د حامد کرزي حکومت له هند سره نېږدې اړیکې درلودې.مشرف ویلي، چې کرزي د هند ملاتړ کاوه او پاکستان ته یې ګوزار ورکولو نو ځکه پاکستان له طالبانو د افغان حکومت د ځپلو له پاره کار واخست.مشرف زیاته کړې «د ولسمشر کرزي په موده کې، هو، په دې کې شک نشته، ده غوښتل چې پاکستان ته زیان واړوي او له همدې کبله موږ د دوی (افغانستان) د ګټو خلاف کار کاوه. ښکاره ده چې موږ د خپلو ګټو ساتنه کوله.»نوموړي ویلي، چې طالبان د آی ایس آی له لوري جوړ شول او زیاته کړې یې ده«طالبان له ۲۰۰۱ کال وروسته د پاکستان د استخباراتي ادارې (آی ایس آی) له لوري بېرته تنظیم او په وسلو سمبال شول.»هغه دا اعتراف هم کړی دی، چې په افغانستان کې د نیابتي جګړې تر شاه پاکستان ولاړ دی او پاکستان دا کار د خپلو ګټو له پاره کوي.خو زیاتوي، چې اوس وخت بدل شوی او پکار ده چې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره بشپړه همکاري وشي، ځکه چې په وینا یې ولسمشر غني په سیمه کې د سولې له پاره وروستۍ هیله ده.جمهورآژانس:کابل ]]> خبر و مطلب پشتو Mon, 20 Feb 2017 05:58:10 GMT http://jomhornews.com/doc/news/fa/91469/ د پاکستان د راکېتي بریدونو د ځواب له پاره افغان ځواکونه سیمې ته رسېدلي http://jomhornews.com/doc/news/fa/91465/ د پاکستان د راکېټې بریدونو په غبرګون کې افغان سیمه ییز چارواکي وايي، تازه دمي افغان امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او له خپلې خاورې به په مېړانه دفاع وکړي.د جمهور آژانس د خبر له مخې پاکستان له تېرو دریو ورځو راهیسې د ننګرهار په لعل پوره او ګوشتې ولسوالیو او دغه راز په کونړ ولایت سلګونه توغندي ویشتلي دي.د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د پاکستان د دغه بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې ګوشتې او لعل پورې ولسوالیو ته یې تازه دمه ځمکني او توپچي ځواکونه رسېدلي دي.ښاغلي منګل زیاته کړې، چې د دې تر څنګ به د چټ غبرګون قطعه هم په سیمه کې ځای پر ځای شي او افغان ځواکونه بشپړ چمتو دي، چې د خپلې خاورې دفاع په مېړانې سره وکړي.والي دا هم وايي، چې د پاکستان د بریدونو له امله سلګونه کورنۍ بې ځایه شوې او له خپلو عزیزانو سره یو ځای شوې دي، چې په وینا یې دوی یې سروې پیل کړې او ډېر ژر به ورته مرستې ورسېږي.د ننګرهار والي دغه راز وايي د هغه مسافرو له پاره یې هم لازمې اسانتیاوې برابرې کړې، چې په تورخم کې د پاکستان له لوري د دروازې د تړلو له امله بند پاتې دي. په ورته وخت کې په ختیځه سیمه کې د سرحدي ځواکونو قوماندان سمونوال محمد ایوب حسين‌خېل وايي هېچا ته به اجازه ورنکړي، چې د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم لاندې کړي.هغه ولس ته ډاډ ورکړ، چې افغان ځواکونه به د وینې تر وروستي څاڅکي پورې له خپلو خلکو او خپلې خاورې دفاع وکړي.له دې سره په خوا د ننګرهار ولسونه وايي، که د پاکستاني ځواکونو د راکېتي بریدونو لړۍ ونه درېږي، نو ولس پر وړاندې راپورته او د خپلې خاورې دفاع به وکړي.دغه څرګندونې پر داسې مهال کېږي، چې د افغان پوځ مشر جنرال قدم شاه شهیم وایي، افغان لوری هڅه کوي، چې ستونزه د ديپلوماتیکو لارو حل کړي، خو په وینا یې که دا کار ورنکړي، افغان ځواکونه بشپړ چمتو دي، چې د هر ډول برید ځواب و وایي. ]]> خبر و مطلب پشتو Mon, 20 Feb 2017 04:12:09 GMT http://jomhornews.com/doc/news/fa/91465/ د کورنیو چارو وزارت یو جنرال د فساد په تور په بند محکوم شو http://jomhornews.com/doc/news/fa/91468/ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یو لوړ رتبه چارواکی جنرال عبدالواسع رؤوفي د مالي فساد په جرم د استیناف محکمې له خوا په ۱۲ کاله تنفیذي بند محکوم شو. جمهور آژانس د خبر له مخې د جنرال روفي محکمه تېره ورځ د استیناف محکمې په عدلي او قضايي مرکز کې په علني توګه تر سره شوه.پر نوموړي تور و، چې د ځان په ګټه یې غلت معلومات ورکول، جعل یې کاوه، له دندې یې ناوړه استفاده کوله او په قاچاق کې ښکېل و.محکمې روفي ته د همدې جرمونو له امله د ۱۲ کاله بند او د رشوت په کچه د جریمې ورکولو سزا واوروله.ټاکل شوي څارنوال ویلي، چې پاسوال عبدالواسع رؤوفي د دندې له صلاحیتونو څخه په استفادې د ۱۵۰ زره ډالرو په بدل کې د دې وزارت یو قرارداد فیډ لس شرکت (Feed less) ته ورکړی دی.هغه د جرم ثابتولو لپاره د جعل، تقلب او قاچاق په برخو کې ځینې اسناد او مدارک غونډې ته وړاندې کړل او زیاته کړه چې له دغه پخوانی جنرال کور څخه له اسنادو پرته د پولیسو په جعلي نمبر پلیټ یو لنډ کروز موټر او د یوه بل موټر جعلي اسناد هم د ښاغلي رؤوفي له کور څخه تر لاسه شوي دي.باید وویل شي، چې رئووفي د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ معینیت د پخواني مرستیال او د تدارکاتو د داوطلبۍ او ارزونې کمېټې رئیس وه.جمهورآژانس:کابل ]]> خبر و مطلب پشتو Mon, 20 Feb 2017 05:38:40 GMT http://jomhornews.com/doc/news/fa/91468/ ډېر ژر به افغانستان ته د ځواکونو د لېږولو پرېکړه وکړو http://jomhornews.com/doc/news/fa/91466/ د امریکا دفاع وزیر جېمز ماتیس وايي، شرایطو ته په کتو سره به ډېر ژر افغانستان ته د ځواکونو د لېږلو یا نه لېږلو په اړه پرېکړه وکړي.د جمهور آژانس د خبر له مخې ماتیس دغه څرګندونې تېره ورځ د خپل سفر پر مهال له ورسره خبریالانو سره په خبرو کې کړې دي.نوموړي ژر به پرېکړه وکړي چې ایا افغانستان ته نور ځواکونه ولېږي او که د مشخص شمېر پوځیانو د لېږلو پر ځای پوځي شرایطو ته په کتو پرېکړه وکړي.د امریکا دفاع وزیر دا هم ویلي، چې په افغانستان کې یې د غوڅ ملاتړ ماموریت له عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن سره څو ساعته خبرې کړي دي.ماتیس وايي، بېلابېل نظرونه راټولوي بیا د هغو پر اساس سپینې ماڼۍ ته سپارښتنې کوي او په وینا یې ولسمشر ډونالډ ترمپ حاضر دی چې د افغانستان په اړه د ده هره سپارښتنه ومني.دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن د امریکا د سنا جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته وویل چې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره څو زره نورو امریکايي پوځیانو ته اړتیا لري.جمهورآژانس:کابل ]]> خبر و مطلب پشتو Mon, 20 Feb 2017 04:51:28 GMT http://jomhornews.com/doc/news/fa/91466/ افغان کرکټ ملي لوبډلې په دوهمه لوبه کې هم زمبابوې ته ماته ورکړه http://jomhornews.com/doc/news/fa/91464/ د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د پنځو یو ورځینو لوبو د لړۍ دوهمه لوبه هم له زمبابوې ملي لوبډلې له لوی توپیر وګټله.د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه لوبه تېره ورځ په زمبابوې کې تر سره شوه، چې د لوبې پچه یا ټاس افغان لوبډل مشر وګاټه او خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.افغانستان په ټاکل شویو پنځوس اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۳۸ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې ۲۳۹ هدف ورکړ.په توپ وهنه کې شهزاد محمدي ۶۴، رحمت شاه،۵۳، نجیب الله ځدران ۴۵، او محمد نبي عیسی خېل ۳۳ منډې وکړې.د لوبې په دوهمه پاڼۍ کې د زمبابوې لوبډلې لوبه ښه پیل کړه او هغه مهال چې لا یې کوم لوبغاړی نه و سوځېدلی، په ۱۰ اورونو کې تر پنځوسو زیاتې منډې وکړې، خو د لومړي لوبغاړي تر سوځېدو وروسته یې توپ وهونکي د افغان توپ اچونو پر وړاندې تر ډېره ونه درېدل.زمبابوې لوبغاړي یو په بل پسې ژر ژر وسوځېدل، او د لوبې په ۴۳ اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۴ منډې وکړې او دغه لوبه افغان لوبډلې ترې د ۵۴ منډو په توپیر وګټله.په توپ اچونه کې محمد نبي او راشد ارمان درې درې، کلبدین نایب او امیر حمزه دوه دوه لوبغاړي وسوځول، چې د لوبې غوره لوبغاړی هم راشد ارمان شو.باید وویل شي، چې افغانستان دا مهال دوه پر صفر تر زمبابوې وړاندې دی او راتلونکې درېیمه لوبه یې هم سبا د روانې میلادي میاشتې په ۲۱ نېټه ده.که چېرته افغانستان درېیمه لوبه هم ترې وګټي، نو په دې سره به افغان لوبډله د دغو لوبو لړۍ یا سیریز په خپل نوم او جام په وګټي.جمهورآژانس:کابل ]]> خبر و مطلب پشتو Mon, 20 Feb 2017 03:50:55 GMT http://jomhornews.com/doc/news/fa/91464/ نبي او راشد د هند غوره لیګ کرکټ سیالیو کې واخستل شول http://jomhornews.com/doc/news/fa/91471/ د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوه پیاوړي لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل او راشد خان ارمان د هندوستان غورلیګ IPL سیالیو کې واخستل شول.د جمهور آژانس د خبر له مخې د هندوستان د غوره لیګ سیالیو بولی نن ولګېده، چې په کې محمد نبي او راشد ارمان دواړه، سن رایزرز لوبډله کې اخستل شوي دي.د هند په غوره لیګ یا تجارتي سیالیو کې راشد خان ارمان د ۴ سوه زره هندي یا ۴۰ میلیونه کلدارو او محمد نبي عیسی خېل بیا د دېرش لکه یا درې میلیونه هندي کلدارو په امتیاز اخیستل شوي دي.باید وویل شي، چې د نبي او راشد تر څنګ، شهزاد محمدي، اصغر ستانکزی او دولت ځدراڼ نومونه هم دغه بولی ته ورکړل شوي، تر اوسه د کومې لوبډلې له خوا نه دي اخستل شوي.د هند په غورلیګ سیالیو کې د افغان لوبغاړو اخیستل د ټولو افغانستان له پاره یو لوی ویاړ دی.جمهورآژانس:کابل ]]> خبر و مطلب پشتو Mon, 20 Feb 2017 07:01:10 GMT http://jomhornews.com/doc/news/fa/91471/ د خلکو ژوند د مافیایي اقتصاد په لومه کې http://jomhornews.com/doc/news/fa/91488/ پانگوال- سرمایه دار نظام نن یوازینی اقتصادی مروج سیستم دی چې په نړۍ حاکمیت لري او دموکراسي یې د تطبیق لپاره سیاسي زمینه برابروي.د دې نظام د تیوری او تطبیق په هکله لګونه ډول ډول کتابونه چاپ او خپره شوي دې خو که اصل هدف ته راشو په یوه جمله کې یې داسې خلاصه کېږی:«د بشری ژوند تر ټولونه زیات خوښیو او امکاناتو ته لاس رسی .». دا چې دې خوښیو ته څنګه ورسېږي باک یې نشته که د نورو ژوند او حقوق له منځه لاړ شي. راځم اصلي هدف ته په افغانستان کې د نوي حکومت د جوړېدو سره سم پانګوال نظام او آزاد بازار د اقتصادي سیاست په توګه په خلکو وتپل شوو. چې ورسره سم هر څه په دې ملک کې د محدود کسانو په واک کې ورکول شول او د دې کسانو په رامنځته کولو کې غرب ستر لاس درلود، ځکه په کوم ملک کې چې دا نظام نوی رامنتځته کژږي د محدودې مافیایي کړۍ په چټکه غوړېدا کې دوی خپله ونډه لري. همدا وو چې د افغانستان ټول سرمایه داران که وشمارې نو د ګوتو په شمار دې او دا کړۍ بیا نورې وړې مافیایي کړۍ رامنځ ته کوي، که تاسې په تېر څو کالونو کې سترې سرمایه داراۍ وګورۍ دا ټول په هغو سیاسیون پورې اړه لري چې د غرب له خوا قدرت ورسېدل. لدې مافیایا نه یو وړه بیلګه یې د احمد شاه ابدالي مسافر وړونکې شرکت دی چې ریښه یې د حامد کرزي تر ورور احمد ولي کرزي پورې رسیږي اوس هم د هغوی په میراث خورو پورې اړه لري، نوموړی شرکت د پیسو په لاس ته راوړلو او خپلو بشري نا مشروع خوښیو ته د رسېدو په موخه هیڅ ډول انساني ارزښتونه په نظر کې نه نیسي.دغه شرکت کابل- قندهار هرات نیمروز او نورو جنوبي او جنوب لویدځو ولایاتو ته د مسافرین لېږدوي، چې ډریواران یې په بد اخلاقي او سپکه رویه سره مشهور دې، د ترافیکئ پیښو کچه که یی وڅیړل شي زما په اند د دومره وړوکې شرکت په تناسب شاید په نړي کې د انسانی تلفاتو ریکارډ یی قایم کړي وي، او د او انسانی مالي تلفاتو په صدر کې راځی. د یونما په یوه راپور کې راغلي چې د ۱۳۹۱ نه تر ۱۳۹۵ کال پوري ۵۸۰۴ تنه ملکي کسان د جګړئ په ډګررونو کې وژل شوي او ۱۱۱۳۱تنه ټبیان دې. خو داففانستان د ترافیکو ریاست د ترافیکی حادثاتو تلفات ۵۶۲۵ تنه ښیی اوتر ۱۷۰۰۰ نه زیات تپیان ښودل شوي چې تقریباٌ اکثره یی د کابل هرات پر لاره ښودل شوي او په دې لاره کې تر ټول ستر او بی مسؤلیته مسافروړنکي شرکت د احمدشاه ابدالي دي. اما کله هم دولت ددې شرکت د تخنیکی یا جنایی تحقیق هڅه نده کړي داچی ولی ټول پوهیږي چی ددي شرکت سرترکومه ځایه رسیږی او ولی ځوک ددي کار جر‌‌أت نکوی. د دې شرکت مسولین ډریوارن مجبوری چې داسی پیښو د منځته راتګ سبب شوي، هغوي ته ویل کیږي چې په ۱۲ ساعتو کې باید له هرات نه کابل ته ورسیږي. په داسی حال کې چې د نورو شرکتونو بسونه همدا فاصله په ۱۸ ساعتو کي طی کوي، ددې لپاره چې ډریواران وکولای شي دا فاصله په یاد وخت کې ووهی د موټر په انجن کې لاس وهنه کوي چې یوه یی هم د سلنسر نه د فلتر د پردې چې د موټر په سرعت کي زیات رول لري (ترو-مستقیم)کول او تر څنګ یی د اضافه چوکې نصب چی د پیښی په وخت کې د لا زیاتو تلفاتو سبب ګرځي. په دې هکله می د ثنا وپوښتل چې تاسی په دې دومره وخت کې چې دي شرکت په لسهاو داسی حادثی رامنځ ته کړي څه پوښتنه کړي یایی کولای شي؟ په ځواب کې یی راته وویل:«ته خبر یی چې دا شرکت د چا دې(؟) مونږ څو واري په دي هکله د ترانسپورت له وزیر سره خبري وکړي، وزیر هم دا ځواب راکوي چې زه یی تاته وایم یعنی زور مو نه پري رسیږي، مونږ نشو کولای چې ددې شرکت په مقابل کي څه وکړو، دشرکت مدیره پلاوی بیا وایی: چې دا آزاد بازار دې اود وسایط د تیز تګ د کنترول وظیفه د ترافیکو ده او دوي باید دا کار وکړي زمونږ دنده نده» د ترافیکو پولیس له ښارنو وتلای نشی د کمرو سکنرو سیستم په لویو لارو نشته لوی لاری به څنګه کنترول کړاي شي؟ په نتیجه کې ددوی ددې بی بندوباریو او خرمستیو ملات کسان یوازی ملکی افغانان دې، له حکومته خو هسی هم بی له دې چې د تلفاتو اعلان وکړي بله طمه نشی کیدای خلک باید خپله د تغییر لپاره ملا وتړي او ددې وضعیت د تغییر په فکر کې شی کنه همداسی به دمافیایی افتصاد په لومو کې مري او دبد مستو او چرسی ډریوارن دلاس تلفات به وي او ګته به یی د یو ځو خاصو مافیایی کسانو جیبته لویږي چی د افغانستان چور او تلان ته یی له ورایه ملا تړلي.شفیع الله ستومان: جمهورآژانس ]]> خبر و مطلب پشتو Mon, 20 Feb 2017 11:21:36 GMT http://jomhornews.com/doc/news/fa/91488/ اروزګان کې پولیسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې http://jomhornews.com/doc/news/fa/91480/  سرچینې او چارواکي وايي، په اروزګان ولایت کې د پولیسو او طالبانو تر منځ نښته کې له دواړو خوا ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.د جمهور آژانس د خبر له مخې نښته تېره شپه د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې رامنځ ته شوې ده.د اروزګان امنيه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري وايي، وسله والو طالبانو د مرکز ترينکوټ ښار اړونده د شاه منصور په سيمه کې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل.نوموړي وویل، چې طالبانو له برید سره سم پولیس هم لاس په کار شول، چې د دواړو لورو تر منځ نښته رامنځ ته شوه او مرګ ژوبله ورته واوښته، خو کره شمېره یې په ګوته نه کړه.په ورته وخت کې ځینې سرچینې وايي، په دغه نښته کې ۱۵ وسله والو او ۹ تنو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.د اروزګان روغتیايي چارواکي بیا زیاتوي، چې د دوی ته د دریو پولیسو جسدونه او پنځه ټپي پولیس ور وړل شوي دي.خو طالبانو تر اوسه د دغه نښتې په اړه څه نه دي ویلي.جمهورآژانس:اروزګان ]]> خبر و مطلب پشتو Mon, 20 Feb 2017 09:07:50 GMT http://jomhornews.com/doc/news/fa/91480/ ناپېژانده وسله والو لغمان کې د یوې کورنۍ لس غړي وژلي http://jomhornews.com/doc/news/fa/91476/ چارواکي وایي، ناپېژانده وسله والو کسانو په لغمان ولایت کې ۱۴ غړو ته مرګ ژوبله اړولې، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.د جمهور آژانس د خبر له مخې د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک زیاتوي، چې دغه پېښه تېره شپه ۷:۳۰ د دې ولایت د بادپښ ولسوالۍ د مروت کڅ په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.نوموړي ویلي، چې ناپېژانده وسله والو کسانو یاد کور ته بم ورغورځولی، چې له امله یې د یادې کورنۍ یو شمېر غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.ځواک وايي والي د یادې ولسوالۍ اړونده چارواکو ته دنده سپارلې تر څو د یادې پېښې په اړه بشپړ تحقیقات وکړي او معلومات یې له دوی سره شریک کړي.که څه هم ویل کېږي، په دغه پېښه کې د یادې کورنۍ ۱۰ غړي وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي، خو ځینې شرچینې زیاتوي، چې په دې پېښه کې ۱۷ تنه وژل شوي دي.د دغه کورنۍ ځینې خپلوان وايي، چې دوی له هېچا سره شخصي دښمني نه درلوده او نه پوهېږي، چې دا کار به چا کړی وي.خو ځینې سرچینې وايي، د یادې کورنۍ یو تن مخکي د یوه نظامی امبولانس موټر چلوونکی و او وسله والو کسانو څو ځلې ګواښ ورته کړی و، چې د همدې ګواښونو له امله هغه اوس دنده هم پرېښې وه.تر اوسه د دغه پېښې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.جمهورآژانس:لغمان ]]> خبر و مطلب پشتو Mon, 20 Feb 2017 07:54:50 GMT http://jomhornews.com/doc/news/fa/91476/ افغانستان پاکستان ته د ترهګرو او د هغوی د روزنځایونو لست ورکړی http://jomhornews.com/doc/news/fa/91490/ د افغان حکومت سرچینو ویليو کابل – اسلام آباد ته د ۸۵ ترهګرو او د هغوی د ۳۲ ترهګریزو روزنیزو مرکزونو لسېت سپارلی.د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغان حکومت یو سرچینې بي بي سي ته ویلي، چې افغانستان پاکستان ته د هغو ترهګرو او د هغوی د مرکزونو لېست، پتې او نقشې ورکړې دي، چې د پاکستان په دریو ایالتونو، بلوچسات، خیبرپښتونخوا او سند کې دي.دغو سرچینو ویلي؛ افغانستان له پاکستان نه غوښتي چې د دغو "ترهګرو" او روزنیزو مرکزونو پروړاندې ګام پورته کړي او د دې په بدل کې به افغانستان د هغو ترهګرو پر وړاندې عملیات پیلوي چې اسلام اباد یې لست کابل ته سپارلی .جمهورآژانس:کابل ]]> خبر و مطلب پشتو Mon, 20 Feb 2017 11:32:00 GMT http://jomhornews.com/doc/news/fa/91490/