پایگاه خبرگزاری جمهور - آخرين عناوين خبر و مطلب پشتو :: نسخه کامل http://jomhornews.com/pashtoo Thu, 25 May 2017 03:04:26 GMT استوديو خبر (سيستم جامع انتشار خبر و اتوماسيون هيئت تحريريه) نسخه 3.0 http://jomhornews.com/skins/default/fa/normal/ch01_newsfeed_logo.gif تهيه شده توسط پایگاه خبرگزاری جمهور http://jomhornews.com/ 100 70 fa نقل و نشر مطالب با ذکر نام پایگاه خبرگزاری جمهور آزاد است. Thu, 25 May 2017 03:04:26 GMT خبر و مطلب پشتو 60 افغانستان، روسیه او ایران ګډه امنیتي غونډه جوړوي http://jomhornews.com/doc/news/fa/94774/ ښايي، د افغانستان، روسیې او ایران د امنیتي چارواکو تر منځ یوه ګډه درې اړخیزه امنیتي غونده په نېږدې راتلونکې کې جوړه شې.د جمهور آژانس د خبر له مخې د یادې غونډې د جوړېدو پر سر په مسکو کې د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار او ایران د ملي امنیت سلاکار تر منځ ژمنه شوې.د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر او د ایران د ملي امنیت سلاکار علي شمخاني نن د روسیې پلازمېنه مسکو کې د لوړ پوړو امنیتي مسوولینو د اتم امنیتي کنفرانس په څنډه کې سره لیدلي.دواړو لورو د پولو د امنیت، له نشه يي توکو او ترهګرۍ سره پر مبارزې ټينګار کړی دی او په دې برخه کې یې د همکاریو ژمنې کړې دي.ښاغلی اتمر او ښاغلی شمخاني پر دې هم سلا شوي، چې ډېر ژر به د افغانستان، ایران او روسیې تر منځ درې اړخیزه امنیتي غونډه جوړه شي.د ایران د ملي امنیت شورا هم د دغه خبر پخلی کړی او په یوه خبرپاڼه کې یې ویلي، دواړو لورو ژمنه کړې چې ډيره ژر به د افغانستان، ایران او روسیې د ملي امنیت د سلا کارانو تر منځ امنیتي غونډه جوړه شي.باید و ویل، چې د ملي امنیت سلاکار ښاغلي اتمر نن په مسکو کې له خپل هندي سیال اجیت دووال سره هم کتلي او پر ګڼو موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي.جمهورآژانس:کابل ]]> خبر و مطلب پشتو Wed, 24 May 2017 11:38:38 GMT http://jomhornews.com/doc/news/fa/94774/ د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر له خپل هندي سیال سره مسکو کې لیدلي http://jomhornews.com/doc/news/fa/94771/ د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د هندوستان د ملي امنیت سلاکار ډاکتر اجیت دووال سره لیلي او په دوه اړخیزه امنیتي او سیاسي همکاریو یې ورسره خبرې خبرې کړې دي.د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وایي ښاغلي اتمر او ښاغلي دووال نن د روسیې پلازمېنه مسکو کې د لوړ پوړو امنیتي مسوولینو د اتم امنیتي کنفرانس په څنډه کې سره لیدلي.سرچینه زیاتوي، چې اتمر او دووال د افغانستان او هندوستان د دولتونو تر منځ د دوه اړخیزو سیاسي او امنیتي همکاریو پر پراختیا او د افغان ځواکونو د ملاتړ او تقویې په موخه د یوې هر اړخیزې طرحې پر جوړېدو خبرې وکړې.اتمر او دووال د نورو موضوعاتو تر څنګ، د سیمې پر امنیتي او سیاسي حالت بحث درلود او د تروریزم پر وړاندې د مشترکې مبارزې په موخه د یوه جامع مکانیزم د جوړېدو په برخه کې یو لړ پرمختګونو ته ورسېدل.خبرپانه زیاتوي، چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر د لیدنې پر مهال د هند د ملي امنیت سلاکار ښاغلي اجیت دووال ته، افغانستان ته راتګ بلنه ورکړه.په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ښاغلي دووال د ملي امنیت د سلاکار له دعوت څخه هر کلی وکړ او لیوالتیا یې ښکاره کړه، چې په نیږدې راتلونکې به د دوه اړخیزو سیاسي او امنیتي همکاریو د د وام او پراختیا په موخه افغانستان ته سفر وکړي.په ورته وخت په دې لیدنه کې د شانګهای د همکاریو سازمان د ناستې په یوه برخه کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غنی او د هندوستان صدراعظم ناریندرا مودي د ځانګړي لیدنې په اړه هم بحث وشو.د شانګهای د همکاریو سازمان غونډه، د روان کال د جون په اتمه نیټه د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې جوړیږي. په دې لیدنه کې د دواړو هیوادونو د رهبرانو پر ځانګړې ناسته موافقه وشوه. د واړو هیوادونو د ملي امنیت سلاکارانو پریکړه، وکړه چې د دواړو رهبرانو د لیدنې په موخه به لازم چمتوالی و نیول شي.جمهورآژانس:کابل ]]> خبر و مطلب پشتو Wed, 24 May 2017 10:05:28 GMT http://jomhornews.com/doc/news/fa/94771/ روسیه د له خپل نفوذ په استفادې په سیمه کې سوله او ثبات راولي http://jomhornews.com/doc/news/fa/94767/ پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د روسیې له سفیر الکساندر ماتیتسکي سره کتلي دي او دواړو لور په هېواد او سیمه کې پر روانو حالاتو خبرې کړې دي.د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه وايي، په دې لیدنه کې چې نن تر سره وه، پخواني ولسمشر د روسیې له سفیر سره د امنیتي مسایلو تر څنګ د سولې په اړه هم خبرې کړې دي.ښاغلي کرزي په خپلو خبرو کې د سولې په برخه کې د روسیې هڅې ستایلې دي او ویلي یې دي، روسیه کولی شي په سیمه کې له خپل نفوذ په استفادې وسله والې ډلې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته وهڅوي.په ورته وخت کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیتسکي هم ویلي، چې هېواد یې د افغانستان سولې او ثبات ته ژمن دی او هڅه کوي د سولې په برخه کې له افغان حکومت سره همکاري وکړي.جمهورآژانس:کابل ]]> خبر و مطلب پشتو Wed, 24 May 2017 08:50:39 GMT http://jomhornews.com/doc/news/fa/94767/ د څلورو قوماندانانو په ګډون ۱۰ داعشیان وژل شوي http://jomhornews.com/doc/news/fa/94766/ چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د څلورو مهمو قوماندانانو په ګډون ۱۰ داعش وسله وال وژل شوي دي.د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د حمزه عملیاتو کې داعش ته دغه مرګ ژوبله د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې اوښتې ده.سرچینه زیاتوي، چې عملیات په دقیق ډول د اچین ولسوالۍ د پېښې او ګاودره په سیمو کې تر سره شوي، چې پر مهال یې ۱۰ داعشیان وژل شوي.په خبرپاڼه کې راغلي، چې په وژل شویو داعشیانو کې د عمري، ثابت، عمر شاه او ابو طلحه په نومونو د هغوی څلور مهم قوماندانان هم شامل دي.دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د ننګرهار چارواکو د دې ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ۱۱ داعشیانو د وژل کېدو خبر ورکړی وو.جمهورآژانس:ننګرهار ]]> خبر و مطلب پشتو Wed, 24 May 2017 07:58:24 GMT http://jomhornews.com/doc/news/fa/94766/ افغانستان کې د ثبات لپاره په پاکستان کې د وسله‎والو د مرکزونو له منځه وړل مهم دي http://jomhornews.com/doc/news/fa/94763/ د امریکا د دوه مهمو استخباراتي ادارو مشران وايي، په افغانستان کې د ثبات له پاره په پاکستان کې د وسله والو د خوندي مرکزونو له منځه وړل مهم دي.د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د امریکا د ملي استخباراتو ادارې رییس ډانیل کوټس او د دې هېواد د دفاعي استخباراتي ادارې مشر ډګر جنرال وینسینټ سټیوارټ پرون سه شبنې د امریکا د سنا مجلس د وسله والو خدمتونو کمېټې ته کړې دي.د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې رئیس ډانیل کوټس پاکستان نه دی توانېدلی، هغه سخت دریځې وسله‎وال وځپي چې په افغانستان او هندوستان کې بریدونه کوي.نوموړي ویلي، چې په پاکستان کې مېشتې ترهګرې ډلې په سیمه کې د امریکا ګټو ته دومداره ګواښ پېښوي او دغه راز په افغانستان او هندوستان کې د بریدونو پلانولو او تر سره کولو ته دوام ورکړي.د یوې سناتورې د دې پوښتې په ځواب کې چې د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په راتلونکې پالیسۍ کې پاکستان کې د ترهګرو د خوندي ځایونو د له‎منځه وړلو په اړه څه سپارښتنې لري؟ډانیل کوټس ویلي«د افغانستان لپاره د یوې مؤثرې ستراتېژۍ په جوړلو کې دا مهمه ده چې امریکا له پاکستان سره کار وکړي څو په خپل هېواد کې د ترهګرو خوندي ځالې له‎ منځه یوسي.»ښاغلې کوټس دا هم زیاته کړې، چې پاکستان د نړیوالې انزوا له کبله اندېښمن او داسې ښکاري چې له دې انزوا څخه د وتلو لپاره به چین ته لاس وغځوي، چې په وینا یې دا کار به د چین سره هم مرسته وکړي، چې په سیمه کې خپل نفوذ پراخ کړي.په ورته وخت په همدې غونډه کې د امریکا د دفاعي استخباراتي ادارې مشر ډګر جنرال وینسینټ سټیوارټ ویلي، پاکستان یو داسې افغانستان غواړي چې هندوستان په کې زیات نفوذ ونه لري.نوموړي زیاته کړې«نو له همدې کبله دوی «پاکستان» هغه ډلې چې موږ یې تروریستي سازمانونه ګڼو ساتلي چې که افغانستان هندوستان ته مایل شي، نو دوی به د یو داسې باثباته او خوندي افغانستان د نظريې ملاتړي نه وي چې د پاکستان ګټو ته ګواښ پېښولی شي.»هغه ویلي امریکا باید پاکستان ته روښانه ووايي چې افغانستان کې امنیت او ثبات د ټولې سیمې په ګټه دی او پاکستان ته هېڅ ګواښ نه پېښوي.د جنرال سټیوارټ په وینا پاکستان باید قانع کړو چې د حقاني د شبکې غړیو ته پناه ورکول د دې هېواد په ګټه نه‎دي او له موږ سره باید په ګډه د هغو شلو ترهګرو ډلو پرضد مبارزه کې همکاري وکړي.جمهور آژانس:کابل ]]> خبر و مطلب پشتو Wed, 24 May 2017 06:31:12 GMT http://jomhornews.com/doc/news/fa/94763/ په هېواد کې ځينې کړۍ د ډیورنډ فرضي کرښې د رسمیت هڅه کوي http://jomhornews.com/doc/news/fa/94761/ د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ته تللی دولتي پلاوی وایي، په هېواد کې ځينې کړۍ د ډیورنډ فرضي کرښې د رسمیت هڅه کوي.د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پلاوي، له هغو سیمو لیدنه کړې، چې په دې وروستیو کې په کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښتې وشوې.د پلاوي غړي وایې له ډيورنډ کرښې سره نږدې د پاکستان هېڅ ډول تیری ورته د منلو نه دی او پر هغو سياسيونو یې نیوکه وکړه د شخصي ګټو لپاره د سرتېرو قربانۍ هيروي او د ډیورنډ په رسمیت پیژندلو هڅې کوي، خو زیاتوي چې افغانان به هېڅکله ډيورنډ کرښه په رسمیت ونه پېژني.باید و ویل شي، چې نېږدې یوه میاشت وړاندې په یاده سیمه کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته وشوه چې دواړو خواو ته په کې درنه مرګ ژوبه واوښته.له دغه پېښې وروسته پاکستان د سپین بولدک دروازه وتړله او له څو ځله دوه اړخیزه ناستو وروسته لاهم یاده ستونزه نه ده حل شوې او دروازه د پاکستان لخوا بنده ساتل شوې ده.جمهورآژانس:کابل ]]> خبر و مطلب پشتو Wed, 24 May 2017 05:17:53 GMT http://jomhornews.com/doc/news/fa/94761/ پاکستان د ترهګرو ملاتړی او د افغانستان اکثره ستونزې د دې هېواد له کبله دي http://jomhornews.com/doc/news/fa/94760/ امریکايي خپرونې نشنل انترسټ وايي، پاکستان د ترهګرۍ او ترهګرو ملاتړ کوي، چې په وړاندې یې باید له سختۍ کار واخیستل شي.د جمهور آژانس د خبر له مخې له مخې یادې رسنۍ ویلي، د افغانستان ډېری ستونزې، هغه که امنیتي دي، که سیاسي او یا هم اقتصادي د پاکستان له لاسه دي او پاکستان په افغانستان کې د سولې خنډ هم دی.سرچینې زیاته کړې، چې د امریکا د جمهوریپال او دیموکرات ګوند اکثره مشران په پاکستان کې د تروریستانو د پناهځایونو د موجودیت په خاطر د دغه هیواد په وړاندې د متحدو ایالتونو د سخت دریځ د غوره کېدو غوښتونکي دي.نشنل انترسټ وايي، امریکا پاکستان ته مرستې لږې کړې او ممکن نورې یې هم لږې کړي.دغه خپرونې ویلي د دې تر څنګ امریکا کولای شي، د پاکستان پر هغو ادارو او افرادو بندیزونه ولګوي چې د تروریستانو ملاتړ کوي.خپرونه کې راغلي« پر دې سربېره موږ د پاکستان په خاوره کې د طالبانو پر مرکزونو حمله کولی شو.»خو زیاتوي، چې که پاکستان د طالبانو ملاتړ بس کړي، کېدای شي چې د تشویق لپاره له دغه هېواد سره سوداګري قراردادونه وشي.جمهورآژانس:کابل ]]> خبر و مطلب پشتو Wed, 24 May 2017 05:05:57 GMT http://jomhornews.com/doc/news/fa/94760/ د ټولګټو چارو وزارت ۱۱ شرکتونه په تور لېست کې شامل کړي http://jomhornews.com/doc/news/fa/94740/ د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت ۱۱ سرغړونکي شرکتونه په تور لېست کې شامل او عدلي او قضايي ارګانونو ته یې معرفي کړي دي.د جمهور آژانس د خبر له مخې د ټولګټو چارو وزیر محمود بلیغ نن سه شبنې کابل کې د تېرو ۱۴ میاشتو کړنې او د فساد پر وړاندې د یاد وزارت د مبارزې لاس ته راوړنې له خبریالانو سره شریکې کړې.نوموړي د فساد سره د مبارزې په برخه کې و ویل ۱۱ هغه شرکتونه چې د ده په وینا کارونو کې یې ناغېړي کړې او د سړکونو جوړلو کیفیت یې په معیار نه و برابر بلک لېست کړي دي.د ټولګټو چارو وزیر زیاته کړه، چې په تور لېست کې شامل شوي شرکتونو له ډلې ۸ یې ودانیز او درې یې هم لوجستکي شرکتونه دي.هغه و ویل، چې دغه شرکتونه یې د تدارکاتو د ملي کمېسیون په مرسته په تور لېست کې شامل او عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي دي.په ورته وخت کې بلیغ د یاد وزارت له کړنو او پروژو هم معلومات وړاندې کړل، چې په وینا یې ۲۲۴ میلیونه ډالره چې شااو خوا ۱۵ میلیارده افغانۍ کېږي له دریو پروژو یې سپما کړې دي.نوموړی وايي، په دغو پروژو کې د فیض اباد ــ بهارک، دریصوف ــ یکاولنګ او قیصار ــ لامان د سړوکونو پروژې شاملې دي.د ټولګټو د وزیر په خبره په تېرو۱۴ میاشتو کې یې په ۲۳ ولایتونو کې ۳۹۰ کېلومتره سړک قریزي کړی او ۱۸۱۹ متره پُلونه یې جوړ کړي دي.د دغه وزارت چارواکي زیاتوي، چې دامهال په ۱۸ ولایتونو کې د ۵۹۸ کېلومتره سړک د قریزي او ۲۴۲ متره پلونو د جوړولو کارونه روان دي.بلیغ و ویل، چې د سړکونو څارنې او ساتنې ته یې په نویو پلانونه کې ځانګړی ځای ورکړی او دامهال د کابل ــ جلال اباد او همدارنګه د کابل ــ کندهار لویو لارو د بیا ترمیم کارونه روان دي چې د روان کال تر پایه به بشپړ شي.جمهورآژانس:کابل ]]> خبر و مطلب پشتو Tue, 23 May 2017 11:14:46 GMT http://jomhornews.com/doc/news/fa/94740/ د ولسي جرګې غړي بامیانو کې د کام اییر الوتکه کېناستو ته نه ده پرېښې http://jomhornews.com/doc/news/fa/94738/ د کام اییر هوايي شرکت چارواکي وايي، د ولسي جرګې یوه غړي عبدالرحمان شهیداني د بامیانو ولایت په هوايي ډګر کې د دوی الوتکه کېناستو ته نه ده پرېښې.د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه شرکت مشر عثمان صمدي ویلي، د ولسي جرګې دغه غړی او د هغه ملګری محمد جعفري غوښتل له کابل څخه بامایانو ته سفر وکړي، خو په خپل وخت هوايي ډګر ته د نه رسېدو له امله د الوتکې څخه پاتې شوي.نوموړي زیاته کړې، چې د همدې امله وکیل وروسته په بامیانو کې خپلو پلویانو ته امر کړی، چې الوتکه په هوايي ډګر کې کېناستو ته پرېنږدي.د کام اییر شرکت مشر زیاتوي، چې الوتکه بېرته کابل ته راستنه شوې او له کابله یې د وکیل تر سپرولو وروسته بامیانو ته بیا ځلې الوت کړی دی.د هغه په وینا ولسي جرګې دی څو ورځې وړاندې د دې امله چې ولې بامیانو ته په الوتنو کې ځنډ کوي وربللی و خو اوس خپله د ولسي جرګې غړی د الوتکې مخه نیسي، چې له امله یې شرکت ته دروند زیان اړولی دی.جمهورآژانس:کابل ]]> خبر و مطلب پشتو Tue, 23 May 2017 10:16:10 GMT http://jomhornews.com/doc/news/fa/94738/ ننګرهار کې ملکي وګړو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې http://jomhornews.com/doc/news/fa/94734/ چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وسله والو مخالفینو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.د جمهور آژانس د خبر له مخې د هوايي ډګر ۰۲ ځانګړې قطعې ځواکونو دغه عملیات تېره شپه د ننګرهار ولایت د بټي کوټ په فارم سيمه کې تر سره کړي دي.د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼۍ وايي ۰۲ ځانګړې قطعې دغه عملیات د بهرام په نوم د یوه طالب قوماندان د نیولو په موخه تر سره کړي دي.نوموړي زیاته کړه، چې په دغه عملیاتو کې د قوماندان بهرام په ګډون یو شمېر وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېره یې په ګوته نه کړه.خوږیاڼی وايي په عملیاتو کې د وسله والو دوه موټر او دوه موټرسايکلونه هم له منځه وړل شوي دي.د ننګرهار د والي ویاند زیاتوي، د عملیاتو پر مهال مقاومت شوی، چې له امله یې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو په وینا یې په دې اړه پلټنې روانې دي، چې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې کچه څومره ده.په ورته وخت کې یوې باوري امنیتی سرچینې رسنیو ته ویلي، چې په دې عملیاتو کې یو نارینه او دوه مېرمنې وژل شوې او دغه راز د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ تنه ټپیان شوي دي.دغه سرچينې دا هم ویلي، چې په عملياتو کې قوماندان بهرام هم وژل شوی او په سيمه کې يو شمېر نورو وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.جمهورآژانس:ننګرهار ]]> خبر و مطلب پشتو Tue, 23 May 2017 09:19:18 GMT http://jomhornews.com/doc/news/fa/94734/