هلمند کې ۶ روغتیایي مرکزونه جوړ شوي دي

9 ثور 1404 ساعت 9:02

د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د هلمند ولایت په ۲ ولسوالیو کې د مور او ماشوم د روغتیا لپاره ۶ روغتیایي مرکزونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.


د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د هلمند ولایت په ۲ ولسوالیو کې د مور او ماشوم د روغتیا لپاره ۶ روغتیایي مرکزونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د هلمند د عامې روغتیا رئیس مولوي فضلي احمد شفیع الله او مل پلاوي له لوري، د دغه ولایت په سنګین او کجکي ولسوالیو کې د ٣٦ میلیونه افغانیو په لګښت؛ د مور او ماشوم روغتیا شپږ روغتیایي مرکزونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د هلمند د عامې روغتیا رئیس، د یادو روغتیایي مرکزونو د پرانیستلو پر مهال ویلي چې دغه روغتیایي مرکزونه په معیاري ډول جوړې شوې چې د مور او ماشوم د روغتیا په برخه کې به غوره او معیاري روغتیایي خدمات وړاندې کړي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 181811

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/181811/

جمهور
  https://www.jomhornews.com