د امریکا د مرستو ځنډېدل؛ د افغانستان مېلیونونه خلک له بشري ناورین سره مخ دي

7 ثور 1404 ساعت 9:27

د افغانستان په ګډون پر نړۍ د امریکا د مرستو د ځنډولو د ټاکلي وخت له پای ته رسېدو د اتو ورځو په تېرېدو سره دغه مرستې بېرته نه‌دي پيل شوې.


د افغانستان په ګډون پر نړۍ د امریکا د مرستو د ځنډولو د ټاکلي وخت له پای ته رسېدو د اتو ورځو په تېرېدو سره دغه مرستې بېرته نه‌دي پيل شوې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ژغورنې نړۍوالې کمېټې په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د امریکا د مرستو کمېدل په افغانستان کې د مېلیونونو کسانو ژوند ګواښي.

د دغه بنسټ په راپور کې راغلي:«افغانستان کې کورنۍ لاهم د خوړو له نا امنۍ، ناروغیو او دوامداره بې‌ثباتي سره مخ دي. د ۲۳ مېلیونه افغانانو لپاره د امریکا متحده ایالاتو مرستې د ژغورنې یوه حیاتي لار ده؛ خو دا مرستې هم اوس مهال په خطر کې دي. د بودیجې کمښت اوس مهال د افغانستان پر زیانمنو ټولنو؛ په ځانګړې توګه پر ماشومانو او ښځو ویجاړونکې اغېزې کړې دي. ای‌ارسي د امریکا متحده ایالاتو د مرستو له کمولو وروسته اړه شوې، چې په افغانستان کې ځينې ژغورني خدمتونه وځنډوي.»

د ژغورنې نړۍوالې کمېټې د راپور له مخې، افغانستان له یوه سخت بشري کړکېچ سره مخ دی او له ۲۲٫۹ مېلیونه ډېر خلک بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

په دې راپور کې ویل شوي، چې د وروستیو لسیزو جګړو، اوږدمهاله اقتصادي بحران او چاپېریالي ستونزو مېلیونونه افغانان بې‌وزلۍ ته ټیل وهلي، او له هرو درې افغانانو یو د خوړو له نه‌خوندیتوب سره مخ دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 181747

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/181747/

جمهور
  https://www.jomhornews.com