په افغانستان کې د ټاپي پروژې مسوول بګنج عبدالله یوف ویلي، چې د دغې پروژې ۱۴ کیلومتره پایپ لاین بشپړ شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هرات ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې عبدالله یوف او د دغه ولایت د والي مولانا اسلام جار ترمنځ لېدنه هم شوې ده. بګنج عبدالله یوف زیاته کړې چې د ټاپي ۱۴ کیلومتره نللیکه بشپړه شوې او تر څنګ یې د دې نللیکې لپاره ۲۴ کیلومتره ځمکه هم هواره شوې ده.
د تېر کال د کب میاشتې په وروستیو کې د کانونو او پترولیم وزارت ویاند همایون افغان هم ویلي و چې په افغانستان کې د ټاپي پایپ لاین ۱۰ کیلومتره چارې بشپړې شوې دي.
ټاپي هغه نللیکه ده چې د ترکمنستان ګاز له افغانستان څخه پاکستان او له هغه ځایه هند ته لېږدوي.
جمهورخبري آژانس