یو این ایچ سي ار: اپریل کې له پاکستانه ۱۲۰ زره کډوال راستانه شوي

7 ثور 1404 ساعت 9:18

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ( یو این ایچ سي ار ) ویلي، چې د اپریل میاشتې له پیله تر اوسه له پاکستان څخه هېواد ته نږدې ۱۲۰ زره افغان کډوال راستانه شوي دي.


د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ( یو این ایچ سي ار ) ویلي، چې د اپریل میاشتې له پیله تر اوسه له پاکستان څخه هېواد ته نږدې ۱۲۰ زره افغان کډوال راستانه شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر عرفات جمال دا څرګندونې پرون له تورخم څخه د لیدنې پرمهال کړې دي.

د نوموړي په خبره، په راستنو شویو کې نجونې او مېرمنې هم شته چې زده‌کړو او کار ته د محدود لاسرسي په برخه کې له ناڅرګندې راتلونکې سره مخامخې دي.

هغه زیاته کړې چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري د بېړنیو مرستو په وړاندې کولو له هغوی ملاتړ کوي، خو اړتیاوې زیاتې دي.

جمهورخبري آژانس


 


د مطلب کود: 181743

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/181743/

جمهور
  https://www.jomhornews.com