د طالبانو د کرنې او مالدارۍ مرستیال وزیر ایران ته سفر وکړ

6 ثور 1404 ساعت 15:26

د طالبانو ډلې اعلان کړی چې د دوی د ډلې د کرنې او مالدارۍ مرستیال وزیر ایران ته د خپلو صادراتي وړتیاوو په نندارتون کې د ګډون لپاره سفر کړی دی.


د طالبانو ډلې اعلان کړی چې د دوی د ډلې د کرنې او مالدارۍ مرستیال وزیر ایران ته د خپلو صادراتي وړتیاوو په نندارتون کې د ګډون لپاره سفر کړی دی.

د جمهور اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت نن (شنبه، د غوايي ۶مه) په یوه بیان کې وویل چې د دې ډلې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال، مولوي ضمیر عثماني، د ایران د صادراتي وړتیاوو په اووم نندارتون کې د ګډون لپاره هغه هیواد ته تللی دی، چې نوم یې "ایران ایکسپو" دی.

طالبانو ویلي چې د دې سفر موخه د ایران د کرنیزو او څارویو محصولاتو او نویو صنعتي ټکنالوژیو لیدل، په ایران کې میشتو افغان سوداګرو سره د نظرونو تبادله کول ترڅو دوی په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي، د کرنې او څارویو سکتور ودې لپاره بهرني پانګوال راجلب کړي، اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي او د کرنیزو محصولاتو صادراتو او وارداتو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د کرنې په سکتور کې د افغانستان پراخ ظرفیت ته په اشارې سره، ډیپلومات هیله څرګنده کړه چې دا سفر به د سوداګریزو تعاملاتو د ودې لپاره لاره هواره کړي او هیواد ته به ډیرې پانګونې راجلب کړي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 181723

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/181723/

جمهور
  https://www.jomhornews.com