د پهلګام له مرګوني برید وروسته، د هند او پاکستان سرحدي ځواکونو په دې وروستیو ورځو کې د کشمیر په کنټرول کرښه کې د دوهم ځل لپاره ډزې تبادله کړې.
په ورته وخت کې، پاکستان د هندي اتباعو لپاره د ویزې لغوه کولو او د هندي الوتنو لپاره د خپل هوايي حریم په تړلو سره تاوتریخوالی زیات کړ.
د جمهور اژانس د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال د اپریل ۲۵مې د جمعې په ماښام، د هند او پاکستان سرحدي ځواکونو د کشمیر په سیمه کې د کنټرول کرښې (LoC) په اوږدو کې یو ځل بیا نښته وکړه.
هندي سرچینو اعلان وکړ چې پاکستاني سرتیرو د څو سرحدي پوستو څخه د هندي ځواکونو په پوستو د سپکو وسلو ډزې وکړې، چې د هندي پوځ له غبرګون سره مخ شول.
د هند پوځ زیاته کړه چې د پنشنبې په سهار هم د پاکستان له خوا خال خال ډزې شوې، خو د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
دا نښتې د ۲۰۲۵ کال د اپریل په ۲۲مه د کشمیر په پهلګام کې د ترهګریز برید وروسته رامنځته شوې، چې ۲۶ سیلانیان پکې ووژل شول.
هند پر پاکستان تور لګولی چې د دې ډلې ملاتړ کوي، خو اسلام اباد دا تور ردوي.
په عین حال کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د هندي اتباعو ټولې ویزې لغوه شوي او دوی باید په ۴۸ ساعتونو کې له هیواده ووځي.
همدارنګه، د پاکستان هوايي حریم د هندي الوتنو لپاره تړل شوی و. دا اقدامات د هند د پریکړو په ځواب کې شوي، په شمول د پاکستانیانو لپاره د ویزې ځنډول او د سرحدي لارو تړل.
جمهورخبري آژانس