کابل په دې ورځو کې د کورونو له جدي بحران سره مخ دی. یو داسې بحران چې نه یوازې د زرګونو کورنیو په ژوند باندې دروند سیوری غوړوي، بلکې د طالبانو د سختو او غیر مسلکي پالیسیو محصول هم دی.
د کابل ځینو اوسیدونکو جمهور خبري اژانس ته ویلي چې په پلازمینه کې د کورونو سخت کمښت د کرایې په نرخونو کې بې ساري زیاتوالی راوستی دی.
د یوه اوسېدونکي په وینا، هغه کورونه چې پخوا په میاشت کې پنځه زره افغانۍ کرایه کېدل، اوس اړ دي چې کرایه کوونکو ته لږ تر لږه لس زره افغانۍ ورکړي.
په ځینو سیمو کې د کورونو کرایې تر درې چنده پورې لوړې شوې دي، او دا په داسې وخت کې ده چې خلک د بې کارۍ او اقتصادي فقر سره مخ دي، او د طالبانو د واکمنۍ په دریو کلونو کې د خلکو عاید تر ټولو کم شوی دی.
د دې زیاتوالي اصلي لامل د طالبانو له خوا د استوګنې کورونو پراخه ویجاړول او په کابل کې د ودانیو جوړولو بندیز دی.
هغه پالیسۍ چې نه یوازې اقتصادي توجیه نلري، بلکې د بې کوره خلکو ژوند یې د سقوط په درشل کې اچولی دی.
له بلې خوا، د اجباري راستنیدونکو په شمیر کې زیاتوالي د کورونو په بازار باندې اضافي فشار هم راوستی دی. په داسې شرایطو کې، د طالبانو د عدلیې وزارت، چې باید د دې کړکېچ د حل مسؤلیت په غاړه ولري، یوازې یوه اعلامیه خپره کړې ده؛ یوه داسې وینا چې د بشري بحران د حل لپاره د اقدام په پرتله د مسؤلیت پریښودو په څیر ښکاري.
دې وضعیت د ډیرو ښاریانو د اعتراض غږونه پورته کړي دي. هغه ښاریان چې نور د لوړې کرایې توان نلري او نه پوهیږي چې سبا به د ښار په کوم کونج کې شپه تیروي.
جمهورخبري آژانس