۰

طالبانو له قطر سره د همکارۍ د پراخولو هیله څرګنده کړه

سی شنبه ۲ ثور ۱۴۰۴ ساعت ۱۶:۴۴
د طالبانو ډلې د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال د قطر د سفارت له شارژدافیر سره وکتل او له دوحې څخه یې د دې ډلې سره د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
طالبانو له قطر سره د همکارۍ د پراخولو هیله څرګنده کړه
د طالبانو ډلې د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال د قطر د سفارت له شارژدافیر سره وکتل او له دوحې څخه یې د دې ډلې سره د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

د جمهور اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن (سه شنبه، د غوايي ۲مه) یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري په کابل کې د قطر سفارت شارژدافیر ډاکټر مردیف القشوتي سره ولیدل.

دواړو خواوو د افغانستان او قطر ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، په سیمه کې د امنیتي وضعیت او همدارنګه د ګډې همکارۍ د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

ولوي محمد نبي عمري د قطر حکومت څخه په بېلابېلو برخو کې د افغانانو سره د همکارۍ له امله مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې دا همکاري به نوره هم پراخه شي.

القشوتي د افغانستان د ثبات او امنیت لپاره د خپل هیواد پر ملاتړ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې قطر چمتو دی چې له افغان لوري سره په نورو اړوندو برخو کې همکاري وکړي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي