د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په یوه ټیلیفوني اړیکه کې په کابل کې د شویو ژمنو د پلي کولو په اړه خبرې وکړې.
د جمهور اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
طالبانو ویلي چې اسحاق ډار کابل ته د خپل سفر پر مهال د دوی د ښې میلمه پالنې څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې په کابل کې به د شویو ژمنو د پلي کولو لپاره کار وکړي، په ځانګړې توګه د کډوالو د ستونزو د حل لپاره جدي اقدامات وکړي او د دوی شکایتونه واوري.
اسحاق ډار د پاکستان د کورنیو چارو وزارت لخوا د کنټرول خونې د جوړولو او د مهاجرینو د شکایتونو د اوریدو لپاره د هیلپ لاین شمیرو د خپرولو اعلان وکړ.
متقي همدارنګه د خپل پاکستاني سیال کابل ته سفر د ستونزو د حل په لور یو مثبت ګام وباله او د شویو ژمنو د پلي کولو لپاره یې د ترسره شویو اقداماتو ستاینه وکړه، په ځانګړې توګه د کنټرول خونې او په مرکزي کچه د مرستې لاینونو فعالول ترڅو د راستنیدونکو کډوالو ستونزې حل شي.
جمهورخبري آژانس